اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم کو??رډينيټر ډاکټر مختار اح??د بھرتھ وئيلي دي د وزيراعظم په مشرۍ كښ?? د ??وليو خاتمې له پوخ عزم لرو٬ د پوليو وائرس د هېواد په 68 ضلعو كښې شته٬ مور پلار دې د خپ??و كوچنيانو د حفاظتي ټيكو كورس لازمي بشپړ كړي او د پوليو مخ نيوي واکسين وركول دې باوري كړي۔ د زيارت په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ ډاکټر مختار اح??د بھرتھ دا خبره د څلورو واړو صوبو پوليو پروګرام كوارډينېټرز غونډې مشرۍ په مهال وكړ ۔ په غونډه كښې د صحت وفاقي سيکرټري نديم محبوب، نيشنل کو??رډينيټر پوليو پروګرام او د نړيوالو ادارو نمائندګانو هم ګډون وكړو ۔ په دې موقع د پوليو د موجوده صورتحال او د پلوليو خاتمې لپاره د جاري هلو ځلو تفصيلي جاج واخستلې شو٬ صوبائي کو??رډينيټرز د پوليو خاتمې لپاره د اقداماتو او د رامخې ته چېلنجز په اړه د قامي صحت کو??رډينيټر ډاكټر بهرتھ خبر كړو۔ په غونډه كښې ووئيل شول پاکستان كښ?? د ??ال 2024 په مهال د پوليو 32 كېسز رپورټ شوي چې پكښې 16 په بلوچستان٬ لس په سندھ٬ څلور په خېبرپښتونخوا او يو كېس پنجاب او اسلام آباد څخه رپورټ شوے٬ په 32 كښې شلو ماشومانو ته د معمول له مخې حفاظتي ټيکې او واكسين نه دې وركړې شوي او دغسې پنځِو ماشومانو ته كور په كور د واكسين وركولو كمپائن په مهال واكسين نه دي وركړې شوي۔ په دې موقع ډاکټرمختار اح??د بھرتھ ووېيل د واكسين نه پاتې شوو ماشومانو كښې د رنځ شدت زيات دے٬ د وائرس نه بچ كېدو لپاره پورا خوراك نه ترلاسه كوٶنكي ماشومان د وائرس نه محفوظ نشي پاتې كېدے خو په دوي كښې د رنځ شدت كم وي٬ ده ووئيل دا مهال په هېواد كښ?? د ??ړۍ بهترين سروېلنس سسټم موجود دے، معمولي کمزورۍ سره مخ ماشومانو كښې هم د پوليو د وائرس تشخيص كېږي، د پوليو وائرس د ګرد هېواد په 68 ضلعو كښ موجود دے٬ په راتلونكي وخت كښې نور ماشومان هم دې رنځ سره مخ كېدے شي
پوليو وائرس د هېواد په 68 ضلعو كښې شته٬ مور پلار دې د خپلو ماشومانو د حفاظتي ټيكو كورس لازمي مكمل كړي۔ ډاکټر مختار احمد بھرتھ
Dragon Hatching Integrity Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ