اسلام آباد۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وئيلي دي افغانستان کښې سولې لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کیږي ، که چرې افغانستان سوکاله وي نو پاکستان به هم سوکاله وي ، نړۍ په افغانستان کې د سولې عمل لپاره د پاکستان هڅې مني. په افغانستان کښې د سولې راتللو لپاره ، ټولې پاکستانۍ ادارې يو موټے دي۔ په افغانستان کښې امن او د بیا رغونې عمل كښې خوښي لرؤ۔ د سولې راتللو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ نوې لارې پرانیستلے شي . د تجارت صلاحكار عبد الرز??ق داؤد به ډېر زر د افغانستان دوره وكړي۔ د ګل په ورځ د افغان اعلی كچ مفاهمتي كونسل چيئرمېن ډاكټر عبد الله عبد الله سره د ملاقات نه وروستو میډیا سره خبرو كښې د بهرنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د افغانستا?? د ??ولې عمل كښې د پاکستان كردار نړۍ هم ستائې. د بهرنیو چارو وزیر ووئیل ما عبدالله عبدالله ته وئیلي دا د دوحې له لوظنامې وروستو د افغانستا?? د ??برو اترو د مخ په وړاندې بوتللو يو زرينه موقع ده۔ د پاكستا?? د ??ولې ورځې نه دا دريځ لرلو چې افغان ش??ړه د كوم پوځي حل امكان نه لري۔ مونږ څرګنده کړې چې پاکستان خپل مسؤلیت ادا کړے او اوس باید تاسو مخ په وړاندې لاړ شې ۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن راتللو په اړه د پاكستان سول او ملټري پشمول ټولې ادارې په يو پېج دي او افغانستان كښې تل پاتې امن او بيا وداني غواړي۔ كه افغانستان څوكاله وي نو پاكستان به سوكاله وي۔ منطقه كښې كه امن وي نو تجارتي اړيكې به زياتې شي۔ خارجه وزير ووئيل امن راتللو سره به افغانستا?? د ??ړيكو يو نوے باب زيات شي۔ ده ووئيل مونږ افغانستان كښې بشپړه جنګ بندي غواړو۔ د افغانستا?? د ??باؤن پرېكړه افغان اولس له كول دي۔ انټرا افغان ډائیلاګ نه وروستو يو مناسبه فضا وده كوي او په داسې وخت كښې د عبدالله عبدالله دوره ډېره مهمه ده
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدلو نه وروسته رسنیو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس