اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي كوم قامونه چې خپل اتلان ياد ساتي، د هغوي افكار مخ په ??ړا??دې بوځي، هغوي په حقيقت كښې د وروستو پاتې طبقې ستونزې حل كولو سره د پرمختګ اهداف سر كوي، احمد فراز د پاكستان اثاثه ده ، هغه د خپ??ې شاعرې د لارې د وروستې پاتې طبقې ترجماني كړې، د پاكستان اولس چې احمد فراز ته كومه مينه وركړې، د دې مثال نه موندلے كېږي. ده دا خبرې تېره ورځ په اېچ اېټ قبرستان كښې د خپل والد سيد احمد شاه﴿احمد فراز﴾ د زېږون په ورځ د فاتحه خوانې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير سره د هغه د كورنې غړي هم موجود وو. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل احمد فراز د پاكستان اثاثه ده . هغه تل د وروستې پاتې طبقې ترجماني كولو سره د دوي ستونزې د خپ??ې شاعرې د لارې رامخې ته كړي. ده و??ئيل د پاكستان اولس چې احمد فراز له كومه مينه وركړې ، د هغې مثال كم موندلے كېږي. ده و??ئيل وخت راغلے چې مونږ د خپلو ټولو ټولو شاعرانو افكار مخ په ??ړا??دې بوځو او د دوي پېغام راتلونكو نسلونو ته ورسوو. د دې څخه ??ړا??دې وفاقي وزير په اېچ اېټ قبرستان كښې د احمد فراز په قبر د ګلونو څادر خپور ??ړو. احمد فراز په كال 1931م كښې د جنورې په 12مه نېټه په كوهاټ كښې زېږېدلے ؤ. هغه له د خدماتو په اعتراف د پاكستان حكومت هلال ام??يا??، ستاره ام??يا?? او نګار ايوارډز وركړي وو.احمد فراز د اردو شاعرې مهم باب دے، هغه د ځانګړې لب و لهجې رومانوي شاعر ؤ. د هغه د شاعرې وړومبنې مجموعه ” تنها تنها” وه. احمد فراز په كال 2008م كښې د اګست په 25مه نېټه د 77 كلونو په عمر كښې په حق رسېدلے. د احمد فراز د قبر په كتبه د هغه دا خپل شعر ليكلے شوے.
” میں کہ صحرائے محبت کا مسافر تھا فراز
ایک جھونکا تھا کہ خوشبو کے سفر پر نکلا”
احمد فراز د پاكستان اثاثه ده ، هغه د خپلې شاعرې د لارې د وروستو پاتې طبقې ترجماني كړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر