اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبا شريف وئيلي دي چې هي??ه ده نړيواله ټولنه به په پاكستان ګښې د سېلاب ځپليو مرستې ا?? بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو لخوا اعلان شوې فنډ پوره كولو كښې خپله برخه واچوي٬حكومت په ټول هېواد كښې هم خلكو لپاره رېليف فنډ جوړ كړی او بهر مېشته خلكو لپاره د سېلاب د مرستې په هڅو كښې د عطياتو وركولو انتظامات شوي دي٬د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د اروپائي ك??نسل چارلس مشيل ټېليفون وكړو او په سېلاب كښې په ځاني او مالي زيان يې د افسوس څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د اروپائي ك??نسل صدر لخوا د همدردۍ په څرګندونه او په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د اروپائي ائتلاف لخوا د 2.15 ملين يورو په مرسته مننه وكړه۔وزيراعظم هغه د تباهۍ څخه خبرولو سره ووئيل چې په سېلاب كښې خلكو٬روزګار٬څاروو٬فصلونو٬نجي املاك او انفراسټركچر ته په لويه پېمانه زيان رسېدلې دې۔وزيراعظم ووئيل چې د افسوس خبره ده چې د دې صورتحال د لا خرابېدو اندېښنه ده ځكه چې د دوه مياشتو نه په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بارانونو د لړۍ روانې پاتې كېدو توقع ده۔وزيراعظم د اروپائي ك??نسل صدر د حكومت لخوا د سېلاب ځپليو د رېسكيو مرستې د چارو نه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل چې د ملګرو ملتونو فليش اپيل د نهې په ورځ پېل شوې ا?? هي??ه ده چې نړيواله ټولنه به د ملګرو ملتونو لخوا په اعلان ش??ي فنډ پوره كولو كښې خپله برخه واچوي
وزيراعظم محمد شهبا شريف سره د اروپائي كونسل صدر ټېليفوني رابطه٬په سېلاب كښې په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه
مضمون کا ماخذ : números quina hoje