پېنډۍ 25 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال سيد ??اص?? منير وئيلي دي چې پاكستان د ترهګرۍ په ض?? خپل رول لوبوي او نړيواله ورورولۍ بايد د پاكستان لخوا د وركړې شويو بلها قربانيو ادراك وكړي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د امريكې د هارورډ يونيورسټۍ بېلا بېلو هېوادونو سره د تعلق لرونكو زده كوٶنكو 38 كسيزه ډلې د پاكستان دورې په مهال د جمعې په ورځ په جي اېچ كيو كښې سرلښكر جنرال سيد ??اص?? منير سره ملاقات وكړو٬ د تعارفي نشست په مهال سرلښكر د سيمه ايزې سلامتيا په مسئلو او په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د پاك پوځ په ك??دا?? رڼا واچوله۔ سرلښكر د پاكستان په بشپړه صلاحيتونو خپلو خبرو كښې زور راوړو چې زده كوٶنكي دې پاكستان كښې ?? خپلې دورې په مهال ?? خپلو تجربو ??ه بنياد پاكستان ته وګوري۔ سرلښكر په مقبوضه كشمير كښې په روانو بشري ستونزو ٬ ظلم زياتي او د آبادياتي حقائق بدلولو په هندي عزائمو هم رڼا واچوله۔ په دې موقع زده كوٶنكو په تعميري خبرو اترو د سرلښ??ر ستائنه وكړه۔
سرلښكر جنرال سيد عاصم منير سره د هارورډ يونيورسټۍ 38 كسيزه ډلې ملاقات
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II