اسلام آباد۔1اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په بلوچستان كښې د ترهګرۍ پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې د څلورو امنيتي اهلكارو په شهادت راته سخت خفګان شوے دے۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټورېټ لخوا په جاري شوي د غمرازۍ پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ترهګرۍ دا پېښه د افسوس وړ ده۔ د سېنېټ چيئرمېن پېښه كښې شهيد شويو امنيتي اهلكارو له د لوړ درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس