اسلام آباد۔ 24 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف (نن) د شورؤ په ورځ د كراچۍ يوه ورځنۍ دوره كوي۔ د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم د كراچۍ اولنۍ دوره ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به مزار قائد ته حاضري كوي٬ هغه به په كراچۍ كښې د كاروباري ورورولۍ نوموړو شخصياتو او د كراچي چېمبر آف كامرس پلاوي سره ملاقاتونه هم كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به وزيراعظم كاروباري ورورولۍ څخه د هېواد د معيشت بهترۍ سره اړوند وړاندېزونه اخلي۔ په دې دوره كښې وزيراعظم سره د ګورنر او د وزيراعلی ملاقاتونه هم شامل دي په كومو كښې به چې وزيراعظم د سندھ صوبې په مجموعي سياسي صورتحال او انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات