پېښور 13 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د هنګو ترهه ګر بريد كښې د ترهه ګرو په نرۍ مقابله كونكې د خېبرپښتونخوا پوليس سپاهي عمر سعيد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي زمونږ پوليس د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه هڅو ناكامولو لپاره هر وخت چمتو دي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د هنګو بريد په مهال د ډزو مقابله كونكې د صوابۍ سره تعلق لرونكې ځوان ته په بهادرۍ ډاډ وركړو۔وزيراعظم د ډاډګيرنې په توګه عمر سعيد ته د پنځه لكه روپو انعام هم وركړو۔ده ووئيل زمونږ پوليس د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه هڅو ناكامولو لپاره هر وخت چمتو دي٬زمونږ پوليس په سختو حالاتو كښې هم په هره موقع د هېواد دښمنه عناصر په ضد د مضبوط ديوال غوندې كار كړی۔
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ