اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د خزانې او محصولات قائمه كمېټۍ په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې ټاكنو لپاره د فنډز بېلولو معامله وفاقي كابينې او قومي اسمبلۍ ته د لېږلو هدايت كړې دې۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قېصر احمد شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر، د خزانې وزيرې ډاكټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوه، اټارني جنرل، د سټېټ بينك او نورو ادارو اړوندو چارواكو او غړو ګډون وكړو۔ د قانون وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل چې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ قائمه كمېټيو مني بل 2023 مسترد كړې دې۔ ده ووئيل سپريم كورټ په پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو كښې ټاكنو كولو له سټېټ بېنك ته هدايت كړې چې هغه الېكشن كمېشن ته فېډرل كنساليډېټېډ فنډ څخه 21 اربه روپۍ وركړي۔ د قانون او ضابطو له مخې د دې لپاره قومي اسمبلۍ څخه منظوري اخستل ضروري دي۔ ده ووئيل دا معامله بايد قومي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شي۔ د كمېټۍ غړي برجېس طاهر ووئيل چې په 13 اپرېل قائمه كمېټۍ دا بل مسترد كړدے دے۔ ده ووئيل زمونږ دريځ دا دے چې په پنجاب كښې مخكښې ټاكنې كولو سره به باقي صوبو كښې ټاكنې اغېزمنې شي۔ د سټېټ بېنك لنډ مهالې ګورنر سيما كامران ووئيل چې سټېټ بېنك ته د سپريم كورټ امر راغلو نو زه سپريم كورټ ته لاړم۔ مونږ عدالت ته ووئيل چې مونږ دا پېسې بېلولې شؤ خو د دې منظوري به د خزانې وزارت وركوي۔ اټارنی جنرل ووئيل چې د خزانې وزارت دې د سپړيم كورټ په اړه ډیمانډ كابينې او قومي اسمبلۍ ته ولېږي٬ حتمي منظوري به قومي اسمبلي وركوي۔ كمېټي دې د خزانې وزارت ته د دې عمل پراسېس كولو ووائي۔ د سپريم كورټ په امر اېګزېکټو اتھارټی له عمل كول دي ٬ د خزانې وزارت به هم د دې سمرۍ منظوري وركړي۔ وفاقي كابينې څخه منظورېدو نه وروستو به دا معامله قومي اسمبلۍ ته لېږلې شي۔ قومی اسمبلی به د سپريم كورټ په امر د فنډز اجرا كولو حتمي منظوري وركړي۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل دا معامله حل كولو له بايد قومي اسمبلۍ ته ولېږلې شي۔ نن د وفاقي كابينې او قومي اسمبلۍ غونډه كېږي هيله ده چې دا معامله به دغلته حل شي۔ د قانون وزير ووئيل د كابينې او قومي اسمبلۍ غونډه نن شېډول ده٬ نېك نيتۍ سره سمري ولېږۍ ٬ نن به پروسېس بشپړ شي۔ كمېټۍ د الېكشن كمېشن فنډز معامله يو وارې بيا كابينې او قومي اسمبلۍ ته ولېږله۔
د خزانې او محصولات قائمه كميټۍ په پنجاب او خيبر پښتونخوا كښې ټاكنو لپاره د فنډز بيلولو معامله كابينې او قومي اسمبلۍ ته د ليږلو هدايت
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش