پنډی۔2فروری(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په مچھ او كولپور كښې ترهګر بريدونه ناكامه كړي٬تر دې دمه د ترهګرو شهزاد بلوچ، عطا اللہ، صلاح الدین، عبدالودود او ذیشان پشمول 24 ترهګر وژلې شوي۔ دغسې د ډزو په تبادله كښې د امنيتي ځواكونو 4 ځوانان هم شهيدان شوي ۔ د آئی اېس پی آر له مخې د تېرې جنورۍ مياشتې په 29 مه او 30 مه نېټه د شپې ترهګرو په بلوچستان كښې په مچھ او كولپور كمپلېكس بريدونه وكړل۔ د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو د مړانې څرګندونه كولو سره د ترهګرو دغه بريدونه وتمبول۔ وروستو د ترهه ګرو درك لګولو له سينيټائزېشن/كليئرنس آپرېشنز وكړے شول۔ د آئی اېس پی آر له مخې اوس سيمه كليئر شوې ۔ د ډزو او سېنیټائزېشن/کلیئرنس آپرېشنز په مهال په درېو ورځو كښې 24 ترهګر وژلې شوي په كومو كښې چې د شهزاد بلوچ، عطا اللہ، صلاح الدین، عبدالودود او ذیشان په شمول نور مهم ترهګر شامل دي٬ د نورو ترهګرو د شناخت عمل روان دے۔ د ډزو تبادلې په مهال د قانون نافذ كوؤنكو ادارو 4 مېړني ځوانان هم شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده د پاكستان امنيتي ځواكونه په هېواد كښې امن او استحكام باوري كولو له قانون نافذ كوؤنكو ادارو سره يو برابر ولاړ دي
امنيتي ځواكونو په مچھ او كولپور كښې ترهګر بريدونه ناكام كړل٬ تر دې دمه 24 ترهګر وژلې شوي ٬ 4 ځوانان شهيدان
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ