اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د ټولټاكنو كال 2024 لپاره د ريټرنګ افسرانو لخوا د كانديدانو د نامز??ګۍ كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو په ضد اپېلټ ټربيونلز سماعت پېل كړ?? كوم چې به د جنورۍ تر لسمې نيټې دوام لري، د دې اپيلونو سماعت لپاره 24 اپېلټ ټربيونلز جور كړې شوي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شېډول له مخې ٬ د 25م نه تر 30م دسمبر د ريټرنګ افسرانو لخوا د قامي او څلورو واړو صوبائي اسمبليو په عمومي چوكو د كانديانو د نامز??ګۍ كاغذونو جانچ پړتال شوے ٬ په دې چوكو په مجموعي توګه د نامز??ګۍ 25 زره 951 كاغذونه جمع كړې شوي چې پكښې 22 زره 711 كانديدانو د نامز??ګۍ كاغذونه منظور كړې شوي٬ د نامز??ګۍ كاغذونو منظوري يا مسترد كېدو په ضد اپيلونو لپاره د جنورۍ 3مه نيټه مقرر كړې شوې ٬ اقليتونو او د مېرمنو په خاص چوكو د نامز??ګۍ د کاغذونو جانچ پړتال به د جنورۍ په 13مه نيټه كېږي، د ريټرننګ افسرانو لخوا د كاغذنو د نامز??ګۍ يا مسترد كېدو په ضد اپيلونه به تر 16 جنورۍ او د اپېلټ ټريبونل لخوا په دې اپيلونو پرېكړه به د جنورۍ په 19مه نيټه كېږي٬ د كانديدانو نظرثاني شوے فهرست به د جنورۍ په 20مه نيټه جاري كولے شي او په 22 جنوري به كاغذات بېرته اخستې شي٬ دغسې د كانديدانو حتمي فهرست به په 23 جنورۍ جاري كېږي۔ په عمومي چوكو د كانديدانو نظر ثاني شوے فهرست به د جنورۍ په 11مه نيټه شائع كېږي او د جنورۍ په 12مه نيټه به د نامز??ګۍ كاغذات بېرته اخستلے شي٬ كانديدانو ته به انتخابي نښې د جنورۍ په 13مه نيټه الاټ كېږي او پولنګ به د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي۔
د ټولټاكنو كال 2024 لپاره د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو په ضد اپېلټ ټربيونلز سماعت پېل كړو
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس