د سي پېك دوهم پړاؤ كښې زمونږ پام برنه بزنس ټو بزنس روابط زياتولو پلو ده ۔احسن اقبال


اسلام آباد04 جون (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د سي پېك دوهم پړاؤ كښې زمونږ پام لرنه بزنس ټو بزنس روابط زياتولو پلو ده ۔د نهې په ورځ چين ته د روانېدو څخه وړاندې خپل وېډيو پیغام كښې ده ووئيل د جون په 5مه نېټه كېدونكې بزنس فورم كښې د پاكستان او چين كمپنۍ په ګڼ شمېر ګډون كوي۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل د سي پېك دوهم پړاؤ كښې زمونږ پام بزنس ټو بزنس روابط زياتولو پلو دے٬د پاكستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري مرستې زياتولو په هڅو د حكومت مننه كړی۔احسن اقبال ووئېل د پاكستان سوداګرو ته د زيات نه زيات پیداوار ترلاسه كولو لپاره چينائي سوداګرو څخه د كاروبار كولو طريقې زده كول پكار دي٬ ده ووئېل پاكستان كښې كاروبار كونكې هېواد ته د ورمخې ته چېلنجونو نه خبر يو ځكه هغوي له معاشي بحالۍ لپاره د حكومتي هڅو ملګرتيا كول پكار ده۔احسن اقبال ووئېل پاكستاني سوداګرو له پكار دي چې د تجارت او كاروبار زياتولو لپاره د سي پېك فيز 2 موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي۔