اسلام آباد 10جون (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو ، قامی ورثه او كلتور وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د هېواد دښمنه نه شي ليدلے، د يو ګوند مشر پاكستان په هر ځاے رسوا او د يواځې والے ښكار كړے،نن د پاكستان عزت بحالېږي ،په نړيواله كچه پاكستان كښې د سرمایه كارۍ او تجارت لپاره لوظنامې كېږي، انشاءالله د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې به هم كاميابي ترلاسه كوو او د پاكستان دښمنان به كامياب نه شي، د وزیراعظم شهباز شریف د چين تاریخی دورې ميوې به زر اولس ته رسېدل پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د ګل په ورځ پی ټی وی هیډ كوارټرز كښې پرېس كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزیراعظم محمد شهباز شریف د چين دوره كامیابه وه،د دورې په مهال په ډيرو موضوعاتو بحث شوے په كومو چې چرې وړاندې خبرې نه وې شوې۔ده ووئيل چین او پاكستان خپلو كښې په زړه پورې ملګرتيا لري،دې دورې سره به پاك چین ملګرتيا ته يو نوے اړخ ترلاسه شي او يو نوې دور به پيل شي۔ده ووئيل د پاكستان خارجه پالیسۍ كښې د كامیابیو سلسله روانه ده، پاكستان 182 ووټونه ترلاسه كولو سره د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل په زيات اكثریت سره غړے ټاكلے شوے كومه چې لويه كاميابي ده، په دې كامیابۍ د چین صدر او چین وزیراعظم هم وزیراعظم محمد شهباز شریف له مباركي وركړې۔ده ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین صدر سره د درې ساعته څخه زيات ملاقات كړے ، د چین قیادت سره د سی پیك اپ ګریډ كولو خبره شوې۔ده ووئيل چین پاكستان اقتصادي راهداري زمونږ لائف لائن دے كومه چې پاكستان كښې معاشي پرمختګ ، معاشي استحكام، انډسټرلائزیشن، ګرانۍ كښې كمي او د تجارت وده له لوئي اهمیت لري۔ده ووئيل د چين دورې په مهال د لائن ون په اړه هم خبرې شوي ، مین لائن ون وركنګ لپاره كمېټی جوړه شوې۔ وزیراعظم شهباز شریف د چین قیادت سره په هر اعلیٰ كچه غونډه كښې د كراچۍ سركلر ریلوے ذكر كړے ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سرمایه كارۍ په اړه چین كښې په 32 بی ټو بی لوظنامو لاس ليك شوے، د پاكستان كاروباري شخصیات د چین كمپنیو سره ملاقاتونه شوي او د شراكت دارۍ په زياتو اېم او یوز لاس ليك شوے ، ده ووئېل دې نه ځانله پاك چین بزنس كنفرنس كښې 500 كاروباري شخصیات ګډون كړے ۔ده ووئيل د سي پیك اپ ګریډیشن په اړه چاري په تندۍ سره مخ په وړاندې رواني دي۔ده ووئيل د پاكستان د آئي ټي برآمدات ټول ریكارډ مات كړے ، كرنټ اكاؤنټ خساره كمه شوې ،د زرمبادله پانګې كومې چې چرې 4 اربه ډالره وي ، اوس 14 ارب ډالر ته رسيدلې،دغسې د روپۍ قدر هم مستحكم شوے۔ده ووئيل ټولې اقتصادی اشاریې مثبتې دي ، د پټرول بيعه كښې كمي سره ګراني كمه شوې۔ ده ووئېل ګراني تيره مياشت 17 فیصده وه اوس 11 فیصد ته راغلې۔ده ووئيل هېواد كښې سنجیده حكومت دے،د دې هڅو مثبت اثرات مرتب كېږي۔ده ووئيل شینزن كښې په درې لوظنامو لاس ليك شوے چې پكښې به ټیك كمپنی پاكستان دوه لكهه ځوانانو له د آئی ټی څانګه كښې تربیه وركوي ، كلاؤډ سروسز به وركولې شي، سمارټ سټیز جوړولو په اړه چارې به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده ووئيل د ځوانانو تربيې سره به د آئي ټي برآمدات زيات شي ، ټیك سټارټ اپس ډاډګيرنه به وشي۔ده ووئيل ټیك كمپنیو له به راوړاندې كيدل وي او معیشت كښې به برخه اخستل وي كومه چې د ډاډ وړ خبره ده۔ده ووئيل زمونږ د ټیك كمپنۍ د بهر هېوادونو كمپنیو سره مقابله كوي،مونږ له به د هغې ډاډګيرنه كول وي۔ده ووئيل پاك چین ملګرتيا زمونږ په وينه كښې شامله ده،چين عمر له د پاكستان مرسته كړي۔ده ووئيل د سی پیك اپ ګریډیشن ګټه به د دواړو هېوادونو اولس ته ورسي۔ده ووئيل امن او پرمختګ د پاكستان دښمنان نه شي زغملے ٬ د پاك چین ملګرتيا كښې د خنډانو راولاړولو هڅي كېږي ، دښمن غواړي چې پاكستان كښې امن نه وي۔ ده ووئيل د دښمنانو ناوړه عزائم به چرې هم كامیاب نه شي ۔ وفاقی وزیر ووئيل نن مونږ په قصور كښې د يو شهيد د قبر څخه راغلے يو ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوځ ، عسكری ادارې او پولیس د خپلو ځانونو قرباني وركوي، انشاء الله ترهه ګري به ختمولې شي۔ده ووئيل سیاسی عدم استحكام راپیدا كوونكې قوتونه هڅې كوي چې د پاكستان د ګاونډيانو سره اړيكې ښې نه شي۔ده ووئيل سیاسی ګوندونه ، سیاسی لیډر او سیاست د دې هرڅه نه پس دے ، پاكستان تر ټولو اول دے۔ده ووئيل د يو يو ګوند ليډر پاكستان په هر لحاظ سره په نړيواله كچه يواځې كول غواړي ، نن د پاكستان عزت جوړيږي۔ده ووئيل كال 2018 نه تر 2022 پاكستان كښې يو حكومت ؤ كوم چې په نړيواله كچه دوست هېوادونه خفه كړې ، د 190 ملیونه پاؤنډ سكینډل رامخې ته شوے ، ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزیراعظم سره د سرلښكر چین ته تلل د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ د امنيت په چارو د سنجیدګۍ مظاهره كړې، وزیراعظم د چين دورې په مهال پخپله د بشام پېښې ذكر كولو سره وئيلي دي چې دغه پېښه كښې ككړ ملزمان به انجام ته رسولې شي۔ وزیراعظم وئيلي دي د چينائي وګړو امنيت به باوري كولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چین سره ګن شمير اېم او یوز لاس ليك شوي او چارې مخ په وړاندې رواني دي،په دې اړه به حتمی شميري زر وړاندې كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سیاسی استحكام او معاشی استحكام يو بل سره تړلې دي، 190 ملیونه پاؤنډ كیس د هېواد د تاریخ تر ټولو لوئي د كرپشن سكینډل دے، د پی ټي آئي په دور كښې كابینې په غونډه كښې د 190 ملیونه پاؤنډ په بنده لفافه خاموشی ولي اختیار كړې ؟، فرح ګوګی ته په بنی ګالا كښې څو سوه كناله زمكه ولې ترلاسه شوې ؟۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجاب حكومت په هتك عزت قانون د خبريالانو تنظیمونو سره خبرې رواني دي او بايد رواني وساتلې شي، هتك عزت قانون زمونږ د ټولو لپاره دے ٬ ده ووئيل صحافتی تنظیمونه بايد په دې اړه خپل كردار ترسره كړي
د پاكستان پرمختګ هېواد دښمنه نه شي ليدلے،، د وزیراعظم محمد شهباز شریف د چين تاریخی دورې ميوې به زر اولس ته رسېدل پېل شي۔عطاءالله تارړ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار