اسلام آباد۔18مئی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې پاكستاني زده كوونكو سره په رامخې ته شوې پېښه د ژورې خواشينۍ څرګندونه كړې ده۔ دې ځايې څخه د جاري شوبي بيان له مخې سپيكر په كرغزستان كښې په روانه وضعه كښې پاكستاني سفارت ته زده كوؤنكو سره د هرې ممكنه مرستې هدايت كولو سره وئيلي چې زده كوؤنكي زمونږ د سباؤن قيمتي اثاثه دي دوئي به په سخت وخت كښې يوازې پرېښودلې نه شي۔ په بهرنيو هېوادونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكي د پاكستان سفيران دي٬ په كرغزستان كښې پاكستانې سفارت دې د زده كوؤنكو كورنيو ته په وخت معلومات وركوي۔ ده ژوبل شويو زده كوؤنكو لپاره د هرې ممكنه طبي مرستې برابرولو هدايت كولو سره په كرغزستان كښې مېشته پاكستاني زده كوؤنكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او د دوئي د خوندیتوب دعا وکړه۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن