اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف شهيد نويد صادق لپاره هلال شجاعت او شهيد انسپکټر ناصر عباس لپاره د ستاره شجاعت وركولو اعلان كړې دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د آئي اېس آئي شهيد ډائريکټر نويد صادق د استوګنې دورې په مهال د شهيد كورودانې٬ زوي او لور سره ملاقات كړې او كورنۍ سره ئې د همدردۍ څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم د شهيد لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف شهيد نويد صادق له هلال شجاعت او شهيد انسپکټر ناصر عباس له د ستاره شجاعت وركولو اعلان كولو سره ووئيل چې په نويد صادق شهيد او ناصر عباس شهيد ټول قام وياړ لري٬ شهيدانو زمونږ د هېواد تحفظ٬ سلامتيا او دفاع لپاره د نه هېرېدو قربانۍ وركړې دي۔ وزيراعظم شهدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې شهيد نويد صادق د ترهګرۍ خاتمې لپاره مثالي خدمات ترسره كړې دي۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف شهيد نويد صادق لپاره هلال شجاعت او شهيد انسپکټر ناصر عباس لپاره د ستاره شجاعت وركولو اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن