اسلام آباد۔4فروری(اے پی پی) د کشمیری حریت لارښود لور رضيه سلطانه وئيلي دي چې هغه د مودي نه هېڅ يره نه لري ٬ مودي او هند د هغې د پلار نه يرېږي ځكه خو يۍ هغه بنديوان كړے دے۔ د خالي په ورځ رېډيو پاكستان سره يو خصوصي پوډ كاسټ كښې د هند لخوا په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں او كشمير كښې د كوچنيانو هندي ظلم او زياتي سره په مخ كېدو د غم او غصې څرګندونه كولو سره دې ووئيل كشميري كوچنيان د زده كړو بنيادي حق څخه محروم ساتلې شي او د كشميري كوچنيانو او ددوئي د مور پلار په ضد پېلټ ګن كارولې شي۔ دې ووئيل د كشميري كوچنيانو حفاظت او دوئي سكول ته لېږل زما د ژوند مشن او دې مقصد لپاره ما پاكستاني كوچنيانو څخه د مرستې اپيل هم كړے دے۔ رضیه سلطانه د ملګرو ملتونو په شمول په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې كشميري اولس د مودي د ظلم پنجې څخه آزاد كړي كوم چې كشمير يو مني انډيا جوړول غواړي۔ د حريت لارښود لور د پاكستان لخوا د مظلوم كشميري اولس ملاتړ ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان ټول عمري له كشميري اولس سره ولاړ پاتے شوے دے او كشمير به ضرور د پاكستان برخه جوړېږي۔ لس كلنې رضيه سلطانه خپل پلار سره تېرې كړې ګھړۍ يادولو سره ووئيل ما ته پلار ډېر زيات يادېږي ۔ دې باور ولرلو چې هغه به ډېر زر بېرته راشي۔ دې ووئيل پلار سره مې په ټېلېفون آخري خبرې څلور كاله وړاندې شوې دي۔ رضیه سلطانه قائد اعظم محمد جناح ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه زمونږ رول ماډل دے كوم چې خپل ټول ژوند پاكستان لپاره وقف كړو۔
د مودي نه هېڅ ويره نلرم ٬ مودي او هند زما د پلار نه ويره كښې دي٬ د كشميري لارښود ياسين ملك لور رضيه سلطان د رېډيو پاكستان پوډكاسټ كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد