اسلام آباد 01 اګست(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې په پاكستان كښې به سرمايه كاري كونكو له نه يواځي نګران حكومت بلكه راتلونكې منتخب حكومت هم آسانۍ وركوي٬د پاكستان سرمايه كارۍ سهولت كونسل كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پروژې به د تعطل نه غېر په سمدستي توګه بشپړتيا باوري كولې شي٬پاكستان كښې د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ښه موقعې شته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د سعودي عرب كان كني٬صنعت او معدنيات نائب وزير خالد بن صلاح المدفر د سعودي پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې وفاقي وزيران انجينئر مخدوم مرتضٰی محمود٬خرم دستګير٬د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك٬خاص مرستيال تسنيم احمد قرېشي او اړوند اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په راتګ ستاسو هركلے كوم٬پاكستان د سعودي عرب په هر سخت وخت كښې په مرسته د سعودي حكومت او اولس مننه كوي٬پاكستان ستاسو دوهم كور دے۔ده ووئيل چې د پاكستان او سعودي عرب د ورورولۍ په زړه پوري اړيكي لري٬ټول پاكستانې قوم د سعودي فرمانروا شاه سلمان او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان په سخت وخت كښې په مرسته د هغه مننه كوي۔وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې شته٬پاكستان كښې به سرمايه كاري كونكو له نه يواځې نګران حكومت بلكه راتلونكې منتخب حكومت هم آسانۍ وركوي٬ده ووئيل چې په هېواد كښې به د بهرنيو سرمايه كارو سهولت لپاره خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل(اېس آئي اېس سي)قيام په عمل كښې راوستلې شي٬د پاكستان سرمايه كارۍ سهولت كونسل كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پروژې به د تعطل نه غېر په سمدستي توګه بشپړتيا باوري كولې شي٬پاكستان كښې د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ښه موقعې موجود دي۔ده ووئيل چې د حكومت 10 زره مېګاواټ شمسي برېښنا پروژه هم بهرنۍ سرمايه كارو لپاره ښه موقع ده۔په دې موقع د سعودي سفير ووئيل چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ سهولت كونسل جوړولو سره پاكستان كښې د بهرني سرمايه كارو لپاره يو مثبت او مهم پېغام دې٬سعودي د پاكستان د معدنيات په څانګه كښې په موجوده پراخا موقعو كښې د سرمايه كارۍ خوښي لري۔په ملاقات كښې خالد بن صالح المدفر وزيراعظم ته په پاكستان كښې د بهرني سرمايه كارو لپاره د آسانيو په اقداماتو او اېس آئي اېس سي په قيام پیرزوينه وړاندې كړه۔ده ووئيل چې اېس آئي اېس اېف سي جوړول د حكومت په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركولو لپاره يو سنجيده اقدام دې كوم چې به د پاكستان د معيشت د پرمختګ سبب جوړیږي۔ده ووئيل چې سعودي عرب به د پاكستان سره خپل مرسته روانه ساتي۔د سعودي په پلاوي كښې د سعودي عرب په پاكستان كښې سفير نواف بن سعيد المالكي٬د سعودي د جيولاجيكل سروے چيئرمېن عبدالله موفتر الشمراني٬د كان كني صنعت نائب وزير عبدالرحمان خالد البيلو شي او د سعودي اعلٰی چارواكې شامل وو
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي عرب كان كني٬صنعت او معدنيات نائب وزير خالد بن صلاح المدفر د سعودي پلاوي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ