اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) د ټول هېواد علماﺀ كرام او مشائخو د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهتو زرداري دریځ تائید کړے دے۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ، علامه عبدالحق مجاهد ، مولانا محمد رفیق جامي ، مولانا اسعد زكريا قاسمي ٬ مولانا نعمان حاشر، مولانا محمد شفيع قاسمی ، مولانا اسدالله فاروق ، مولانا حق نواز خالد ، علامه زبېر عابد ٬ مولانا عبېد الله ګورماني ، مولانا محمد اشفاق ، علامه طاهر الحسن ، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا اکبر قاسمی ، مولانا ابو بکر حمید صابري او نورو د خالي په ورځ په خپل ګډ بیان کښې وكړه۔ بلاول بهټو زرداري د کشمیر مسئلې په اړه د پاکستان دریځ په روښانه ډول بیان کړو۔ دوي ووئيل دې څخه وړاندې د پاكستان سپه سالار جنرال حافظ سید عاصم منیر هم په كاكول اكېډمي كښې د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان روښانه دريځ بيان كړے دے۔ د هند خارجه وزير چې كومه ژبه او انداز كارولې هغه د هندوستان سيمه كښې دننه امن دښمنه ايجنډا په ډاګه كوي۔ علماﺀ كراموا و مشائخو وئيلي چې د ہندوستان د G20 غونډې په مقبوضه كشمير كښې د كولو سازش به ناكامه شي٬ ټول نړيوالو او مذهبي لارښودو ته خواست كوؤ چې هغوي د هند لخوا د بېن المذاهب هم آهنګۍ حوالې سره د بېلو مذهبونو په مشرۍ كښې په مقبوضه كشمير كښې د راغوښتلې كېدونكې غونډې سره د اړوندې كومې هم چارې تائيد ونكړي۔ هند اقليتونو لپاره جهنم جوړ شوے دے او په نړۍ كښې اقليتونو سره تر ټولو زيات ظلم په هند كښې كېږي۔
بلاول بهټو زرداري د کشمیر مسئلې په اړه د پاکستان دریځ په ښكاره ډول وړاندې كړو٬ حافظ محمد طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش