اسلام آباد 25 مئی (اے پي پي ) د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء الله وئيلي چې حكومت د وزیر اعظم په مشرۍ كښې په هېواد كښې د لوبو معيار ښه كولو له لوظي دے،دا مهال ټول هېواد كښې د سكول په كچه سپورټس ښه كولو ته اړتيا ده۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د رانا ثناالله په مشرۍ كښې په سكولونو كښې د سپورټس احیاء په ړه د جاج اخستلو غونډه وشوه چې پكښې د بین الصوبائی رابطه وفاقی سیكرټری ندیم ارشاد كیانی، د تعلیم وفاقی سیكرټری محی الدین وانی پشمول د ټولو صوبو ، آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان د سپورټس او تعلیم محكمو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع د خيالاتو څرګندونې سره د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناالله وئويل د وزیر اعظم په مشرۍ كښې په ټول هېواد كښې د لوبو معيار ښه كولو له لوظي يو،دا مهال په ټول هېواد كښې د سكولونو په كچه د لوبو ښه كولو ته اړتيا ده،د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناالله په سكولونو كښې سپورټس انفراسټركچر په اړه د ټول سټیك هولډرز څخه ډیټا غوښتلو سره وئيلي چې لوبي تر نړيوال معيار رسولو لپاره لاندې كچې ته تلل وي،ټولې صوبې، آزاد كشمیر او ګلګت بلتستان سپورټس بورډ سره په ګډه دې د سكول سپورټس ډیټا مرتب كړې شي۔
حكومت د وزیر اعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د لوبو میعار ښه كولو له لوظي دے۔رانا ثنا الله
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ