اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پی پی)د خارجه چارو وزير مملكت او د نېشنل فيټف كوآرډينېشن كمېټۍ چيئرپرسن حنا رباني كهر وئېلي دي په دې اعلان كولو خوشحاله يم جې د تېرو څلورو كلونو په مهال زمونږ د پرله پسې هڅو په نتيجه كښې٬زمونږ غېر متزلزل سياسي عزم او د كامياب آن سائټ وزټ اعتراف په توګه فيټف پاكستان د كال 2018 او 2021 ايكشن پلان بنيادي٬تكنيكي او د ضابطې ټول شرائط تكميلول په بشپړه توګه تسليم كړي ۔فيټف په متفقه توګه پاكستان “د زياتې نګرانۍ دائره اختيار فهرست” نه د ويستلو سره وائټ لسټ كړے ۔فيټف د وړاندې نه د دې پريكړې اعلان كړے ؤ او اوس ئې يو رسمي بيان جاري كړے ۔د پوسټ اېف اے ټي اېف پلینری پرس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وزيرمملكت ووئيل د فيټف په بابله په قام زېرے كول غواړم ٬ما د خپلې ډلې سره د فيټف آئي سي آر جي او پلینری په غونډو كښې د پاكستان نمائندګي كړې كومه چې نن ختمه شوې۔د دې غونډو په مهال د ستمبر 2022 په وړومبۍ اونۍ كښې د پاكستان اېف اے ټي اېف آن سائټ وزټ په رپورټ د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيرمملكت ووئيل فيټف د مني لانډرنګ مخ نيوي او د ترهه ګرۍ د مالي معاونت مخ نيوي(AML/CFT) نظام ښه كولو كښې د پاكستان د ځانګړې پېشرفت هركلے كړے۔دا تسليم كړی شوې چې پاكستان د مني لانډرنګ مخ نيوي او د ترهه ګرۍ مالي معاونت مخ نيوي نظام قوي كړے او د 34 ايكشن آئټمز پشمول ئې د خپل ايكشن پلان شرائط پوره كړي۔دې ووئيل پاكستان د كال 2021 ايكشن پلان د ټاكلې مودې نه وړاندې بشپړ كړے ۔حنا رباني كهر ووئيل نړيواله مرسته وړاندې بوتللو او ودې وركولو لپاره به پاكستان د مني لانډرنګ مخ نيوي او د ترهه ګرۍ مالي معاونت مخ نيوي نظام لا ښه كولو لپاره پي جي سره كار كوي۔وزيرمملكت ووئېل د تېرو څلورو كلونو په مهال پاكستان د مني لانډرنګ مخ نيوي او د ترهه ګرۍ مالي معاونت مخ نيوي نظام د ټولو اړخونو ښه والي لپاره د پراخه بنيادونو جامع قانوني٬انتظامي او د طريقه كار اصلاحات معرفي كړي۔په دې كښې د مني لانډرنګ مخ نيوي او د ترهه ګرۍ مالي مرستې مخ نيوي په اړه په قوانين كښې تراميم هم شامل دې۔ دې ووئېل مونږ په نظام كښې همغږي هم زياته كړې٬طريقه كار مو آسان كړے٬د ادارو ترمينځه مو رابطه كاري ښه كړې٬نړيواله مرسته مو زياته كړې٬نګران ډهانچه جوړه كړې شوې ٬ضروري انتظامي پروټوكول جوړ كړې شوي ۔دې ووئيل د دې ټولو هڅو او محنت په نتيجه كښې پاكستان اوس په يو داسې پوزېشن كښې دے چرته چې مونږ نه يواځې د دې اصلاحات رفتار بغېر د كوم نړيوالې نګرانۍ يا فشار برقرار ساتلې شو بلكې خپل مهارت او وسائل د نورو هېوادونو سره شيئر كولې هم شوو ۔وزيرمملكت ووئيل په دې خبره زور راوړل غواړم چې خارجه دفتر٬او نور ټول اړوند اسټيكل هولډرز به دا رفتار روان ساتي پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كاري راوستل او د فيټف ګرے لسټ څخه د پاكستان په وتلو د نورې اقتصادي ګټې ترلاسه كولو لپاره به په نوې جذبه كار كوو۔
فيټف پاكستان د ګرے لسټ څخه د ويستلو اعلان وكړو ٬فيټف د پاكستان د ايكشن پلان بنيادي٬تكنيكي او د ضابطې ټول شرائط په بشپړه توګه تسليم كړې۔حنا رباني كهر
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa