اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خ??ن وئيلي دي چې حکومت د هېواد معيشت په سم لور روانو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي٬ اولسي او قامي مفاد د سياسي مفاداتو نه زيات عزیز دي، تحریك انصاف چې د كومو اصلاحات لوظ كړې ٶ سر ته به رسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم عمران خ??ن د ګل په ورځ د تحر??ك انصاف او اتحادي ګوندونو غړو ته پارلمان كښې د بريفنګ په مهال وكړه۔ وزیراعظم عمران خ??ن پارلماني غړي د معاشي استحكام پحقله د حكومتي پاليسو نه خبر كړل٬ وزیراعظم د بجټ نه وړاندې پارلماني غړي په اعتماد كښې واخستل۔ پ?? دې موقع وزیراعظم غړو ته خپلو خپلو حلقو كښې د اولس د ستونزو د هوارولو امر وكړو۔ وزیراعظم د روژې په مياشت كښې اولس ته د زياتو آسانو وركولو هم امر وكړو۔ وزیراعظم پارلماني غړي آئي اېم اېف سره په شويو مذاكراتو اعتماد كښې واخستل۔ وزیراعظم د قامي اسمبلۍ غړي او سناتوران د اثاثې څرګندولو د موجوزه قانون نه هم خبر كړل۔ وزیراعظم ووئيل د قامي مفاداتو او د اولس د حقونو به په هر ??ورت كښې تحفظ كولې شي۔ وزیراعظم عمران خ??ن ووئيل تحر??ك انصاف چې د كومو اصلاحاتو لوظ كړې دې سر ته به رسولې شي۔ پ?? دې موقع پارلماني غړو وزیراعظم عمران خ??ن ته د خپل بشپړه مرستې باور وركړو
حکومت د هېواد معيشت په سم لور روانو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی