اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د”را”ايجنټ كلبهوشن ياديو په ضد پھ مقدمه كښې ټولې قانوني تقاضې تر سره كړی شوي٬د تېرو دري نيمو مياشتو څخه د هغه په ضد د هند په وېنا پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او د عدم ا ستحكام خپرولو مقدمه روانه وه ٬د پاكستان د سلامتيا په ضد كار كونكو كورنيو او بهرنيو عناصرو سره به هېڅ رعايت نه كېږي٬پاكستان به د خپلې خاورې د ګوټ ګوټ دفاع كوي۔د نهې پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې هندي جاسوس كلبهوشن ياديو ته د مرګ سزا اورولو په معامله دفاع وزير خواجه آصف ووئيل تېر كال د مارچ په مياشت كښې د را افسر كلبهوشن ياديو نيولې شوې ؤه۔د تېرو درې نيمو مياشتو نه د هغه په ضد مقدمه روانه وه٬ټولې قانوني تقاضې تر سره نه بس د مرګ سزا اورولې شوې۔ ده ووئېل په 7 ورځو كښې دننه هغه درخواست وركولې شي بيا سرلښكر او اولس مشر ته هم خواست كېدې شي۔ده ووئيل د پاكستان د سلامتيا په ضد كار كوونكو سره به هېڅ رعايت ونه كړې شي۔قانون به پوره په حركت كښې را??ي۔??ه ووئيل د هند د غبرګون په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر هم ځواب وركړې٬زمونږ امنيتي ادارې پوخ عزم لري چې د خپلې خاورې به مكمل تحفظ كولې شي٬ ده ووئېل زمونږ 80 زره ځوانان په كنټرول لائن او دوه لكه په لوېديزه پوله په ځاې دي۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګښې امنيتي اهلكار چې كوم ډول قربانۍ وركوي په ټوله نړۍ كښې هغه مثال نه لري۔ خواجه اصف ووئېل زمونږ د ځوانانو په قربانيو په ټول هېواد كښې د رياست عملداري په ځاې شوې۔ده ووئيل پھ مقبوضه كشمير او هندي ګجرات كښې د بې ګناه خلقو وينه تويولې شي بايد دغې ته هم وكتلې شي
د تېرو دري نيمو مياشتو څخه د هغه په ضد د هند په وېنا پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او د عدم ا ستحكام خپرولو مقدمه روانه وه٬
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena