اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د قانون او انص??ف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي لېټرز آف اېډمنسټرېشن او وراثتي سرټېفكېټ به اوس په پنځلسو ورځو كښې وركولے شي، د قانون او انص??ف وزارت د نادرا په مرسته سو??ټ مركز جوړ كړے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د لېټرز آف اېډمنسټرېشن او وراثتي سرټېفكېټ د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل د قانون وزارت شپه ورځ د اولس په ګټه قانون سازې لپاره ??څې كوي، زمونږ د كاركردګۍ شرح 99.9 فيصد ده. ده ووئيل د لېټرز آف اېډمنسټرېشن او وراثتي سرټېفكېټ به اوس د كلونو په ځاے په پنځلسو ورځو كښې جاري كولې شي. ده ووئيل د سترې محكمې ججانو قانوني اصلاحاتو لپاره زمونږ ډاډګېرنه كړې. د وزيراعظم د وژن له مخې قانون سازي ساده او عام فهمه جوړوو. د دې نظام مقصد اولس دوسته قوانين او د فوري انص??ف وركړه ده. د لېټرز آف اېډمنسټرېشن او وراثتي سرټېفكېټ قانون تر ټولو مهم دے. په دې موقع وزيراعظم عمران خان، د اطلاعات او خپرونو وزير سېنېټر شبلي فراز، پارلماني سېكرټري مليكه بخاري او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو.
لېټرز آف اېډمنسټرېشن او وراثتي سرټېفكېټ به اوس په پنځلسو ورځو كښې وركولے شي. بېرسټر فروغ نسيم
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار