اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كونيو چارو وفاقې وزير چوھدری نثار علی خان وئيلي دي عزت كردار سره راځي عهدې سره نه د ټېكسلا ټاكلې شوې نمائنده نه يم ولې بيا مې هم په تېرو 3 كلونو كښې د اربونو روپو پرمختيائي كارونه كړي۔ د جمعې په ورځ ټېكسلا كښې ټاكلې شوې نمائندګانو او د سيمې مشرانو ته خپله وېنا كښې ده ووئيل ټېكسلا يو تاريخي ښار دے د دې ټاكلې شوې نمائنده بايد د عزت او كردار خاوند وي۔ وفاقي وزير ووئيل واه كښې د لوي روغتون جوړېدو سره سره رېسكيو 1122 او د نوې سكولونو اجراء به سيمې له د اطمينان او راحت سوب وګرځي۔ د پي او اېف ملازمانو د مسئلو ذكر كولو سره داخله وزير ووئيل د نواز شریف حكومت په كال 1999 كښې هم پي او اېف له د خاص پېكج اعلان كړې او يو ځل ئې بيا ملازمانو له يو تاريخي پېكج وركړو كوم چې د بده مرغه د پي او اېف انتظاميې د نااهلۍ او بدنظمۍ په سوب تعطل سره مخ دے خو ہ دا به په هر حالت كښې بحالولې شي دې ملازمان به ترې مستفېد شي۔ ده ټېكسلا كښې د بېلو بلدياتي كمېټو هم اعلان وكړو كومې چې به د بډو مخنيوي٬ پرمختيائي كارونو ته پراختيا وركول او د سيمې د اولس سره نزدې تعلق ساتلو كښې مرستيالې وګرځي۔)
د ټېكسلا ټاكلې شوې نمائنده نه يم ولې بيا مې هم په تېرو 3 كلونو كښې د اربونو پرِمختيائي كارونه كړي٬
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena