اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره ډائرېكټر جنرل اينټي ناركوټېكس فورس ميجر جنرل مسرت نواز ملك ټېلفوني تماس نيولې او هغه يې د پي آئي اے مسافرو الوتكې څخه د نشه اي توكو ترلاسه كېدو په اړه د كيس پلټنو كښې د مهم پېشرفت څخه خبر كړے۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې هغه د كورنيو چارو وفاقي وزير ته ووئيل د الوتكې څخه د نشه اي توكو كيس تراوسه شويو پلټنو كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه شوي چې په نتيجه كښې يې څه كسان نېولې شوي۔د كورنيو چارو وزير ووئېل د قامي ائيرلائن د لارې د نشه اي توكيو قاچاق سره نه يوازې يو سنګين جرم شوې بلكې د هېواد وقار او نيك نامۍ ته د زيان رسولو هڅه شوې۔پھ دې پیښه كښې ككړ كسان د رعايت مستحق نه دي۔ده سپارښتنه وكړه چې د معاملې پلټڼې زر تر زره منطقي انجام ته ورسوئ۔د كورنيو چارو وزير د الوتكې نشه اي توكو كيس پلټنو په لړ كښې د اے اېن اېف كردار پېشه وره صلاحيتونه هم وستائېل
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ډي جي اينټي ناركوټېكس د مسافرو الوتكې څخه د نشه اي توكو پلټنو په اړه د پېشرفت نه خبر كړو
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania